کورپاڼه / تجارتي ليګونه / سندیپ لمیچاني په (BBL) د دویم ځل لپاره هوبارټ هریکینس واخیست

سندیپ لمیچاني په (BBL) د دویم ځل لپاره هوبارټ هریکینس واخیست

هوبارټ هریکینس لوبډلې د نیپال لوبډلې لیګ سپینر توپ اچونکی سندیپ لمیچاني د راتلوونکې بیګ باش سیالیو لپاره بیا واخیست.

سندیپ لمیچاني له دې وړاندې هم له هوبارټ هریکینس لوبډلې سره لوبېدلی دی، خو په تېر پړاو کې له میلبورن سټارز لویډلې سره و، چې یوازې اته لوبې یې ترسره کړې، خو دا ځل بیا د هوبارټ هریکینس لوبډلې هغه سره تړون وکړ.

لمیچاني وایي، چې استرالیا په بېرته تګ او هلته د لوبو لپاره ډېر لېواله دی. هغه وایي چې په تېر پړاو کې یې هم له لوبو خوند واخیست، خو دا ځل به په ټولو لوبو ولوبېږي.

یوویشت کلن سندیپ لمیچاني، د وېزې په سبب سږکال د انګلستان په سل بالیز او ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې ونه لوبېده. دغه راز په کرابین لیګ کې له ټرېنباګو نایټرایډرز سره هم تړون کړی، خو تر اوسه پورې د یاد لیګ برخه نه دی شوی.

د هوبارټ هریکنس لوبډله: سکاټ بولېنډ، ټام ډیویډ، ناتن ایلس، پیټر هینډزکومب، کالیب جیول، جوش کان، سندیپ لمیچاني (نیپال)، ببن میک ډرموټ، ریلي میریډت، مچ اوون، جویل پیرس، ول پارکر، ډي ارسي شارټ، میتیو وایډ او میک رایټ.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …