کورپاڼه / خبرونه / نيوزيلېنډ کرکټ ملي ټیم بنګلديش ته ورسېد

نيوزيلېنډ کرکټ ملي ټیم بنګلديش ته ورسېد

د شل اوریزه سيريز ترسره کولو په هدف پرون چهارشنبه د نيوزيلېنډ کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي بنګلديش ته ورسېده.

د نيوزيلېنډ او بنګلديش ترمنځ د پنځه شل اوريزو سياليو سيريز د سپټمبر مياشت په لومړۍ نېټه په ډهاکا کرکټ لوبغالي کې پيليږي چې پرون د نيوزيلېنډ لوبغاړو ډله ډهاکې ته ورسېده.

د سيريز اوله شل اوریزه لوبه راتلونکې شنبه، دوهمه د راتلونکې اونۍ په جمعه،دريمه په يکشنبه څلورمه په چهارشنبه او پنځمه د جمعې په ورځ ترسره کيږي.

د سياليو د پيل وخت د افغانستان په وخت د ورځې ۰۲:۳۰ بجې دی، په وروستيو پنځه ترسره شوو شل اوریزه سیالیو کې ټولې نيوزيلېنډ ګټلې او بنګلديش يې په وړاندي بريا نه لري.

نيوزيلېنډ له بنګلديش سره تر پنځه شل اوريزو سياليو سيريز وروسته د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې سره د دريو يوه ورځنيو او پنځه شل اوريزو سياليو سيريز کوي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …