کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / د کرکټ پنځه ښکلې انجونې څوک دي؟

د کرکټ پنځه ښکلې انجونې څوک دي؟

د روانو کلونو په اوږدو کې، ښځینه کرکټرانې د مشهورو کرکټرانو په توګه راوړاندې شوي دي، يادې ښځينه کرکټرانې اوس د نارینه کرکټرانو څخه شاته نه دي.

د کرکټ د نړۍ له داسې ښکلاګانو څخه ډکه ده چې نه یوازې پخپلې کارکردګۍ بلکې د دوی په زړه راښکونکو څهرو سره هم د هرچا زړه خپلوي، دلته موږ تاسو ته پنځه خورا ښکلې ښځینه کرکټرانې در پېژنو.

ثنا مير:

د پاکستان د یوه ورځنیو او شل اوریزو لوبو لوبډلمشره، ثنا میر یو له ښکلو ښځینه کرکټرانو څخه ده، چې د هغې د ښې لوبې، په زړه پورې څېرې او ښکلا له امله خورا ډېر مینه وال لري.

سمرتي ماندهنا:

سمرتي په وروستیو وختونو کې یو له غوره توپ وهونکو څخه ده، له کله چې ماندهنا د هند په ملي ټیم کې خپله لومړۍ لوبه کړې ده، هغې ډیر ریکارډونه مات کړي او ډېر شمېر يې پخپل نوم پرې ايښي دي، ماندهنا يو له جذابو څېرو لرونکو څخه ده.

اليس پيري:

ایلیس الیګزانډرا پیري د اسټرالیا کرکټ او فوټبال ټیمونو لپاره لوبې ترسره کړي دي، کله چې پيري د شپاړلس کلنو وه، په کال ۲۰۱۷ کې یې خپله لومړۍ نړیواله کرکټ لوبه وکړه، هغه د آسټرلیا په ښځينه کرکټ کې ترټولو ځوانه او ښکلې لوبغاړې ده او يواځينۍ ښځينه ده چې فوټبال او کرکټ لوبې يې کړي دي.

هولي فيرلينګ:

ښی لاسې تیزه (متوسطه ​​تیزه) توپ اچوونکې هولي فیرلینګ یو له خورا ښکلو او اغیزناک آسټرالیایی ښځینه کرکټرانو څخه ده، چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د آسټرلیا د ښځینه کرکټ ټیم لپاره لوبې پيل کړې، ډېر شمېر زړونه يې خپل کړه.

سيسيليا جويس:

د ايرلينډ هيواد ښی لاسې توپ وهونکې او لیګ بريکره توپ اچوونکې ده، سیسیلیا جویس نه يواځې په ښه استعداد بلکې په ښکلا کې هم خورا جذابه لوبغاړې وه، هغې خپله وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د ۲۰۱۸ کال د جون او وروستۍ شل اوریزه لوبه د همدې کال نومبر مياشت کې ترسره کړه.

دا هم ولولئ

شاهد اپریدي د خپلې لور لپاره له مینې ډک پیغام خپور کړی

د پاکستان کرکټ لوبډلي پخواني پښتون لوبډلمشر شاهد اپریدي د خپلې دریمې لور د کلیزې …