کورپاڼه / بېلا بېل / څنګه کولی شو چې ځان خوښ وساتو؟

څنګه کولی شو چې ځان خوښ وساتو؟

موږ ټولو د ژوند په یو نه یو پړاو کې له بې شمېره ستونزو او اندیښنو سره مخ کېږو او په دې کې ځینې وخت د بوختیاوو په ګڼه، ګوڼه کې د خوشحاله اوسېدو لارې چارې هېروو. ځینې داسې عادتونه شته چې په مرسته یې د ژوند خوښي او خوند احساسولی شو.

د سیدتي مجلې د یو راپور پر اساس ویل کېږي، که چېرته د ژوند بوختیاوې مو اندیښمنوي، نو د لږ غوندې هڅې په مرسته هم پر خپله څېره مسکا راوستلی شو.

دا د ژوند اصول دي چې د یو څه د ترلاسه کولو لپاره باید یو څه له لاسه ورکړو، تر هغې چې له چاسره مرسته ونه کړو، نو تر هغې پورې د خوښۍ احساس نه شو کولی. دغه راز خپل منفي فکر باید بدل کړو او په مثبت یې واړوو، هغه څه چې لرو باید شکر پرې وباسو.

ډایري پیدا کړئ او هغه څه پکې ولیکئ چې د ژوند برخه مو وي. له ځان سره مینه ولرئ، دا کار مو د طبیعت په ښه کولو کې مرسته کوي. دا هم باید ومنئ چې هر وخت ښه وخت نه وي، په ژوند کې هر ډول ستونزې او مرحلې راځي او باید ځان ورسره عیار او برابر کړو.

د مرستې غوښتلو جرات زده کړئ. ځینې کارونه داسې وي چې ښایي تاسې یې ترسره نه کړئ نو اړینه چې مرسته غوښتل زده کړئ. د ځان لپاره ډالۍ واخلئ، یو څه ځانته واخلئ، د ټولنیزو رسنیو استعمال کم کړئ، خاموش پاتې کېدل زده کړئ

دا هم ولولئ

حقیقي خوب (موخه) څه ته وایي او څه ډول ورته رسېدلی شو؟

د خوب لېدو څخه مطلب د خیالاتو، تصویرونو او احساساتو یوه لړۍ ده، چې د …