کورپاڼه / خپلواک / نيوزيلېنډ هم په پاڼۍ او ۶۵ منډو د انګلستان لوبډله ماته کړه
نيوزيلېنډ

نيوزيلېنډ هم په پاڼۍ او ۶۵ منډو د انګلستان لوبډله ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (۲۵ نومبر ۲۰۱۹): تر اسټراليا او هند وروسته د نيوزيلېنډ لوبډلې هم په ټېسټ سيالۍ کې په يوې پاڼۍ او منډو سره بريا خپله کړه.

نيوزيلېنډ په لومړي ټېسټ سيالۍ کې د انګلستان لوبډلې ته د پاڼۍ او ۶۵ منډو په توپير ماته ورکړه او بريا يې خپله کړه.

د نيوزيلېنډ او انګلستان لوبډلو ترمنځ د دوه ټېسټ لوبو لوبلړۍ لومړۍ لوبه د نومبر په ۲۱مه نېټه پيل شوه چې د لوبې پچه انګلستان وګټله او لومړی يې توپوهنه غوره کړه.

انګلستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۵۳ منډې وکړې، چې بين سټوکس ۹۱، جو ډينلي ۷۴ او روری برنز ۵۲ منډې ترلاسه کړې. د نيوزيلېنډ له لوري ټام ساوټي ۴، نيل واګنر ۳ او ګرانډ هوم ۲ ويکټې ترلاسه کړې.

نيوزيلېنډ په خپله لومړۍ پاڼۍ کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۶۱۵ منډې وکړې او خپله پاڼۍ يې ختمه يا ډيکلير کړه. د دوی له لوري بي جی واټلينګ ۲۰۵، ميچل سانټنر ۱۲۶، کولين ډي ګرانډ هوم ۶۵ او کين ويليمسن ۵۱ منډې ترلاسه کړې.

د انګلستان له لوري سام کوران ۳، جاک ليچ او بين سټوکس ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

د انګلستان لوبډلې په خپله دويمه پاڼۍ کې ۱۹۷ منډې وکړې او په یوه پاڼۍ او ۶۵ منډو يې له نيوزيلېنډۍ لوبډلې ماته وخوړله.

د نيوزيلېنډ له لوري نيل واګنر ۵ او مچل سانټنر ۳ لوبغاړي وسوځول.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه بي جی واټلينګ ته ورکړل شوه.

د يادولو ده چې د اسټراليا او پاکستان ترمنځ هم ټېسټ سيالي ترسره شوه چې اسټراليا پکې پاکستانۍ لوبډلې ته د پاڼۍ او ۵ منډو په توپير ماته ورکړه او د هند او بنګله دېش ترمنځ په ټېسټ سيالۍ کې بيا هند د بنګله دېش لوبډلې ته د پاڼۍ او ۴۶ منډو په توپير ماته ورکړه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …