کورپاڼه / بېلا بېل / تاسې ته مخامخ ناست شخص څه فکر کوي؟

تاسې ته مخامخ ناست شخص څه فکر کوي؟

تاسې ته مخامخ ناست شخص څه فکر کوي؟ ددې معلومول تر ډېره ستونزمن کار دی، خو د باډي لینګویچ یو کارپوهه پر ټیک ټاک ځینې داسې لارې چارې ښودلي، چې په مرسته یې معلومولی شو چې نور خلک زموږ په اړه څه فکر کوي؟

د دی مرر ورځپاڼې د راپور له مخې د پیټریشا په نوم کارپوهه، چې وخت ناوخت د باډي لینګویچ په اړه ګټورې لارښوونې کوي، په یوه ویډیو کې وایي کله چې تاسې له چاسره خبرې کوئ نو د هغوی پښو او لاسونو ته ګورئ.

هغه وایي چې د خبرو پرمهال د لاسونو او پښو حرکت د مقابل شخص د فکر په اړه ډېر څه راته وایي. که چېرته د مقابل شخص د پښو لوری ستاسو په طرف وي نو مطلب یې دادی چې هغوی تاسو سره لېوالتیا لري.

که چېرته یې د پښو لوری کوم بل طرف ته وي نو مطلب یې دادی چې هغوی تاسې سره زړه راښکون نه لري، تاسو سره په خبرو کې نا آرامي احساسوي او غواړي چې خپلې خبرې پای ته ورسوي.

پیټریشا زیاتوي، کله چې خلک دروغ وایي نو د بدن لاندې برخې حرکت یې ډېرېږي، یعنې دا ددې اشاره وي چې د هغوی دماغ د یو څه پټولو هڅه کوي. دغه راز که چېرته د خبرو پرمهال لاسونه پټوي نو په خبرو کې نا آرامي احساسوي او ډېرې خبرې کول درسره نه غواړي.

دا هم ولولئ

شوق یا مشغله مو علمي او عصبي وړتیاوې ډېروي

شوق، په انسان کې علمي او شعوري پرمختګ دوامدار ساتې او ترڅنګ یې د روغتیا …