کورپاڼه / روغتيا / آیا ستاسو ماشوم د ناروغۍ په څېر احساس کوي؟

آیا ستاسو ماشوم د ناروغۍ په څېر احساس کوي؟

ډېری وخت زموږ په کور او شاوخوا کې موجود ماشومان ناروغ غوندې بریښي، خو کله چې یې والدین ډاکتر ته بوځي نو هلته ورته وایي چې ماشوم بالکل روغ دی او هیڅ ناروغي نه لري.

خو ددې هر څه سربېره ماشوم بیاهم ناروغ او کمزوری ښکاري. په دې خبره به حیران شئ چې د کوم ماشوم د ناروغېدو په سبب هغوی په بدني ډول غیر متحرک کېږي.

د روغتیا نړیواله اداره وایي چې په نړۍ کې په هرو څلورو ماشومانو کې یو یې په مناسب ډول د نه فعالیت په سبب ناروغېږي. یاده اداره زیاتوي چې دې ته اړتیا نشته چې موږ دې ماشوم ته په دې تړاو لارښوونه وکړو، بلکې چاپیریال باید داسې جوړ کړو چې هغوی فعال واوسو.

روغتیایي کارپوهان وایي چې دا وخت په نړۍ کې له یو میلیارد څخه ډېر ماشومان او بالغ کسان د بدني فعالیتونه د نه شتون په سبب په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.

دوی زیاتوي چې ځینې ناروغۍ داسې وي چې له هغې څخه په بدني فعالیتونو سره ځان ژغورلی شو. دوی لارښوونه کوي چې په بدني ډول فعال اوسېدو لپاره پیاده مزل او سایکل چلول غوره کړنه ده.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …