کورپاڼه / بېلا بېل / بیګ شو پخپل بدن کې لوی بدلون راوستی دی

بیګ شو پخپل بدن کې لوی بدلون راوستی دی

د ډبلیو ډبلیو اي یا د ریسلینګ مخکښ لوبغاړی بیګ شو (پال رایټ) خپل وزن تر نه باورېدونکې حده پورې کم کړی، چې ټوله نړۍ یې حیرانه کړې.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو پر اساس ویل کېږي، بیګ شو چې د خپل جوړښت په سبب په سیالیو لوبغاړو فشار راوړي، پخپل بدني جوړښت کې یې تر ډېره بدلون راوستی دی.

راپور زیاتوي چې هغه په حیرانوونکې ډول پخپل وزن کې تقریباً یو سلو، دیرش پونډه کموالی راوستی دی او په دې سره یې بدن له وړاندې ښه ښکاري.

بیګ شو پخپله یوه مرکه کې ویلي دي، چې ما پخپل وزن کې تر درې سوه، اویا پونډو پورې کموالی راوستی دی او اوس وخت د هغه څلور سوه پونډه شاوخوا وزن لري.

د یادولو وړ ده چې د بیګ شو وزن تر پنځه سوه پونډو پورې و او له همدې ځایه یې د خپل وزن کمول پیل کړي ول.

دا هم ولولئ

حقیقي خوب (موخه) څه ته وایي او څه ډول ورته رسېدلی شو؟

د خوب لېدو څخه مطلب د خیالاتو، تصویرونو او احساساتو یوه لړۍ ده، چې د …