کورپاڼه / جالب / د امریکا د یو ایالت خبرداری: دغه حشره مو چې هر ځای ولېدله، له منځه یې یوسئ

د امریکا د یو ایالت خبرداری: دغه حشره مو چې هر ځای ولېدله، له منځه یې یوسئ

د امریکا یو ایالت عوامو خلکو ته خبرداری ورکړی او لارښوونه یې کړې، چې دغه حشره مو چې هر چېرته ولېدله، له منځه یې یوسئ.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې ویل کېږي د امریکا ایالتي ادارې عامو خلکو ته لارښوونه کړې، چې دغه ډول حشره ووژني، له منځه یې یوسي، هر څه چې کوي، بس ځان دې ترې خلاص کړي.

د ګرمۍ په موسم کې د امریکا په شمال ختیځ کې د لینټرن فلایی په نوم د حشرې خطر په نظر کې نېولو سره د پنسلوانیه د زراعت وزارت له حشرو څخه د ژغورنې لپاره پخپلو لارښوونو کې له غیر دودیزې ژبې څخه مرسته اخیستې.

راپور زیاتوي چې لږ تر لږ پنځه ایالتونو دغه الوتونکې حشره خطرناکه ګڼلې او په اړه یې کارپوهان وایي چې دغه حشره له نن څخه اوه یا لس کاله وړاندې له چین څخه راغلې او د انګورو، مڼو، چارمغزو او نور فصلونه تباه کوي.

دغه راز دا حشره د فصلونو د تباه کولو ترڅنګ د هني ډیو په نوم یوه ماده هم خارجوي، چې د ورځنیو استعمالوونکو شیانو پورې نښلي د بېلګې په توګه په موټر او د لوبو په شیانو او نورو پورې.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …