کورپاڼه / بېلا بېل / ولې یوه کوچنۍ ستن په اوبو کې ډوبېږي، خو لرګی یې پر سر پاتې کېږي؟

ولې یوه کوچنۍ ستن په اوبو کې ډوبېږي، خو لرګی یې پر سر پاتې کېږي؟

تاسې به ډېر وخت لېدلي وي، چې یوه کوچنۍ ستن اوبه ډوبوي، خو یو غټ لرګی بیا د اوبو پر سر پاتې کېږي او نه ډوبېږي، دلته پوښتنه داده چې آخر ولې داسې کېږي؟

د ساینس په ژبه دې کړنې ته یوه اصطلاح استعمالېږي، چې کثافت (density) ورته ویل کېږي. هر ماده خپل کثافت لري چې د ځینو ډېر وي او د ځینو لږ.

په اوبو کې هر هغه شی ډوبېږي، چې کثافت یې له اوبو څخه ډېر وي او هر هغه شی چې له اوبو یې کثافت لږ وي، هغه د اوبو پر سر پاتې کېږي او نه ډوبېږي.

دا هیڅ توپیر نه کوي، چې هغه شی په مجموعي ډول څومره وزن لري، وزن یې لږ دی یا ډېر. لکه څنګه چې د اوسپنې کثافت له اوبو څخه ډېر وي، نو د اوبو پر سر نه پاتې کېږي او ډوبېږي.

ستن هم د اوسپنې له جملې څخه ده چې کثافت یې ډېر دی او اوبه یې ډوبوي، خو لرګی چې له اوبو یې کثافت لږ دی، د اوبو پر سر پاتې کېږي او نه یې ډوبوي.

دا هم ولولئ

حقیقي خوب (موخه) څه ته وایي او څه ډول ورته رسېدلی شو؟

د خوب لېدو څخه مطلب د خیالاتو، تصویرونو او احساساتو یوه لړۍ ده، چې د …