کورپاڼه / خپلواک / د ويسټ انډيز سره ټېسټ لوبې لپاره افغان لوبډله اعلان شوه
افغان ټېسټ لوبډله

د ويسټ انډيز سره ټېسټ لوبې لپاره افغان لوبډله اعلان شوه

خپلواک وېبپاڼه (۲۵ نومبر ۲۰۱۹): د افغانستان کرکټ بورډ د غوراوي کمېټې د ويسټ انډيز پر وړاندې د يوازينۍ ټېسټ سيالۍ لپاره افغان لوبډله اعلان وکړه.

دغه لوبډله چې مشري يې راشد خان کوي، پکې اصغر افغان، احسان الله جنت، ابراهيم ځدراڼ، جاوېد احمدي، رحمت شاه، کریم جنت، قېس احمد، اکرام علي خېل (ويکټ ساتونکی)، افسر ځاځی، ناصر جمال، ظاهر خان، يمين احمدزی، حمزه هوتک او نجات مسعود شامل دي.

د کرکټ بورډ له پاڼې په خپور شوي خبر کې ويل شوي دي، چې د افغانستان د غوراوي کمېټې مشر انډي مولز د ويسټ انډيز پر وړاندې له درې ورځنۍ تمريناتي لوبې وروسته نن د ياد هېواد پر وړاندې د راتلونکې ټېسټ لوبې لپاره لوبډله اعلان کړه.

همدا راز په دغه لوبغاړو کې د سيد شېرزاد او حشمت الله شهيدي نومونه نشته دی، چې ويل کېږي هغه دواړه د ټپونو له امله دغه سيالۍ ته نه دي اخيستل شوي.

ويسټ انډيز بيا د افغانستان پر وړاندې د دغه ټېسټ سیالۍ لپاره خپله لوبډله ډېره مخکې اعلان کړې وه، چې لوبډلمشر يې جېسن هولډر دی او همدا راز په نورو لوبغاړو کې يې سنيل امبريس، کرېګ برېتويټ، شماره بروکس، جان کمپبېل، روسټون چېس، راهکيم کورنوال، شېن ډاوريچ، شيمرون هيټماير، شای هوپ، الزاري جوسيپ، کيمو پاول، کيمار روچ او جوميل وریکان شامل دي.

د افغانستان او ويسټ انډيز يوازينۍ ټېسټ سيالي د هند د لکنو ښار په ايکانا لوبغالي کې ترسره کېږي، چې دغه سيالي به د نومبر په ۲۷مه نېټه پيل او د دسمبر تر لومړۍ نېټې پورې به دوام وکړي.

د يادولو ده چې دا د افغانستان ۴مه ټېسټ سيالي ده، چې په خپله لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې يې له هند ماته خوړلې وه، همدا راز په خپله دويمه ټېسټ سيالۍ کې يې ايرلېنډ او په دريمه ټېسټ سيالۍ کې بيا بنګله دېش هېواد ته ماته ورکړه.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …