کورپاڼه / روغتيا / ولې د عمر په تېرېدو سره زموږ ویښتان رنګ بدلوي؟

ولې د عمر په تېرېدو سره زموږ ویښتان رنګ بدلوي؟

په دې خو موږ ټول پوهېږو چې د ویښتانو رنګ په جین پورې تړلی دی او په ارثي ډول انتقال مومي. یعنې که چېرته زموږ د مور، پلار یا نیا، نېکه د ویښتانو رنګ تور وي، نو زموږ د ویښتان رنګ به هم توري او که چېرته برعکس وي، نو د ویښتانو رنګ به مو هم برعکس وي.

خو پوښتنه داده چې زموږ د ویښتانو رنګ ولې د وخت په تېرېدو بدلېږي؟ له دې تجربې سره موږ ټول مخ کېږو، خو په دې بیا ډېر لږ خلک پوهېږي، چې لامل یې څه کېدلی شي.

زموږ د ویښتو، پوستکي او سترګو رنګ د یوې ځانګړې رنګ رنګ ورکوونکې مادې (pigment) په مرسته کنترولېږي، چې (melanin) ورته ویل کېږي.

که چېرته د میلانین اندازه ډېره وي، نو تور او که چېرته لږه وي نو رنګ یې بیا کمزوری کېږي. په ځوانۍ کې زموږ د ویښتانو بیخ کې ددې کیمیاوي مادې اندازه ډېر وي، چې بیا د وخت په تېرېدو سره کمېږي.

نو تر هغې چې د میلانینو کچه مناسبه وي، نو تر هغې زموږ د ویښتانو رنګ هم تور وي، خو کله چې د میلانینو کچه مخ په کمېدو شي، نو زموږ ویښتان هم خپل توروالی له لاسه ورکوي.

دا هم ولولئ

هغه خوراکي توکي چې ژور خپګان مو کمولی شي

که چېرته تاسې د ژوند له ستونزو څخه اندیښمن یاست، نو باید په دې هم …