کورپاڼه / هنر او کلتور / کمال ار خان: منوج باجپایي پر ما د نېوکې کولو سره خپل کیریر نه شي ساتلی

کمال ار خان: منوج باجپایي پر ما د نېوکې کولو سره خپل کیریر نه شي ساتلی

د هندي فلمونو خپلسری نقاد کمال راشد خان د منوج باچپایي له نوم اخیستلو پرته هغه د دادا جي په ویلو سره ویلي دي، هغه پر ما د نېوکې کولو سره خپل کیریر نه شي ساتلی.

د یادولو وړ ده چې کمال آر خان د سلمان خان پر (رادی) فلم د نېوکو په کولو ډېر مشهور شو. په همدې دوران کې هغه له منوج باجپایي سره هم جنجال وکړ، چې بیا پرې هغه قضیه ثبت کړه.

خو کمال راشد خان پخپل تازه ټویټ کې په دې تړاو ویلي دي، چې دادي جي نور زما پر وړاندې راپاروي او د قضیې په دایرولو سره خپل کیریر نه شي ژغورلی.

هغه وایي چې تر اوسه د محکمې له لورې ورته څه نه دي ویل شوي، خو له رسنیو خبر شوی چې منوج باچپایي یې پر وړاندې قضیه ثبت کړې. هغه د پوښتنې په ډول وایي چې منوج په ممبۍ کې اوسېږي، نو ولې یې په اندور کې زما پر وړاندې قضیه ثبت کړه.

کمال ار خان زیاتوي، چې منوج ته چا مشوره ورکړې چې هغه دې زما پر وړاندې د ممبۍ پرځای اندور کې قضیه ثبت کړي. هغه پوښتنه کړې چې آیا منوج باجپایي د ممبۍ پولیسو او محکمې باندې باور نه لري، چې اندور ته لاړ.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …