کورپاڼه / تجارتي ليګونه / کلکتې د پیټ کمینس پرځای ټیم سوټي سره لاسلیک وکړ

کلکتې د پیټ کمینس پرځای ټیم سوټي سره لاسلیک وکړ

د هند سترو سوداګریزو سیالیو (ای پي ایل) لوبډلې کلکته نایټ رایډرز لوبډلې د استرالیایي پیټ کمینس پرځای د نیوزیلېنډ لوبغاړي ټیم سوتي سره تړون لاسلیک کړ.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، استرالیایي پیټ کمینس، چې د کلکتې لوبډلې سره لوبېده، د شخصي ستونزو د ای پي ایل په پاتې سیالیو کې نه شي لوبېدلی.

په همدې اساس کلکتې پرېکړه وکړه، چې پرځای کوم بل چټک توپ وهونکی واخلي، چې بالاخره د نېوزیلېنډ لوبغاړي ټیم سوتي سره یې لاسلیک وکړ او په پاتې لوبو کې به ورسره ولوبېږي.

د ای پي ایل پاتې لوبې د سپتمبر په ۱۹مه نېټه په متحده عربي اماراتو کې د ممبۍ انډینز او چینای سوپر کینګ ترمنځ پیلېږي.

د یادولو وړ ده چې ټیم سوتي د ای پي ایل د لیلامۍ په مراسم کې د هیڅ کومې لوبډلې لخوا وانه خیستل شو، خو له دې وړاندې د چینای سوپر کینګ، رایل چیلنجر بېنګلور او ممبۍ انډینز سره هم لوبېدلی و.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

که د افغانستان او سکاټلېنډ لوبه مو نه وي کتلي، نو دلته یې وګورئ

که په نړیوال شل اوریز جام کې پرون د افغانستان او سکاټلېنډ لوبه مو نه …