کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شپږیزې لیګ هغه لوبغاړي چې لوبډلو له ځان سره ساتلي دي

د شپږیزې لیګ هغه لوبغاړي چې لوبډلو له ځان سره ساتلي دي

د شپږیزې لیګ اتم پړاو لوبو لپاره، چې سږ کال اته لوبډلې غوره شوي او اوسمهال ورته د لوبغاړو اخیستلو لړۍ پیل شوې ده، ځینو لوبډلو ځینې لوبغاړي له ځان سره ساتلي.

که څه هم د کرکټ بورډ د عمومي رییس پر وینا ویل کېږي، چې په دې لوبو کې به د هېواد مخکښ لوبغاړي محمد نبي، راشد خان، قیس احمد، مجیب ځدران او نوین الحق ونه لوبېږي، خو وایي چې دا سیالۍ به د تېر په پرتله رنګین وي.

د کرکټ عمومي رییس عزیزالله فضلي په شپږیزه لیګ کې د یادو لوبغاړو د نه لوبېدو لامل دا وښود، چې هغوی په نړیوالو لیګونو کې په لوبو بوخت دي او همدا سبب دی چې د شپږیز لیګ برخه به نه وي.

خو په دې لیګ کې ځینو لوبډلو له ځان سره له وړاندې هم لوبغاړي ساتلي دي، چې له کابل بازان سره رحمن الله ګربز، هندوکش ستوري سره حمید حسن، پامیر زلمي، شاپور ځدران له ځان سره ساتلي دي.

دغه راز امو نهنګانو جاوید احمدي، سپین زمریانو نجیب ځدران، بست ساتونکو سلیم صافی، بند امیر ښامارانو حضرت الله ځاځی او میس عینک اتلانو حشمت شهیدي له ځان سره ساتلي دي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …