کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د شپږیزې لیګ د ایکن او ډایمنډ کتګورۍ اخیستل شوي لوبغاړي

د شپږیزې لیګ د ایکن او ډایمنډ کتګورۍ اخیستل شوي لوبغاړي

شپږیزې لیګ د اتم پړاو سیالیو ته په پنځه کټګوریو کې لوبغاړي اخیستل کېږي، چې هره لوبډله به په نوبت سره، چې د پچې اچونې له مخې ورکړل شوی، لوبغاړي واخلي.

لومړۍ ایکن ده او قیمت یې ۴۴۰۰۰۰ دی، دویمه ډیمانډ ده او قیمت یې ۲۸۸۰۰۰، دریمه پلاتینم دی او قیمت ۱۶۰۰۰۰، څلورمه ګولډن ده او قیمت ۹۶۰۰۰ او پنځم سیلور ده او قیمت یې ۶۰۰۰۰ دی.

په ایکن کټګورۍ کې د میس عینک اتلانو محمد شهزاد، امو نهنګانو احسان الله جنت، بست ساتونکو سمیع الله شینواری، کابل بازانو شرف الدین اشرف له ځان سره واخیستل.

دغه راز د بند امیر ښارانو راشد خان، سپین غر زمریانو عثمان غني، پامیر زلمیو همزه هوتک او هندوکش ستوري نور علي ځدران له ځان سره په ایکن کټګورۍ واخیستل.

بل لوري ته د ډایمنډ کتګورۍ لپاره هندوکش میرویس اشرف، بند امیر نجات مسعود، پامیر ګلبدین نایب، سپین غر کریم جنت، امو درویش رسولي، میس عینګ شهزاد، بوست فرحان زاخیل او کابل عظمت الله عمرزی.

پامیر غمی ځدران، سپین غر ظاهر خان، میس عینک نور احمد، امو عبدالواسع، بست عبدالرحمن، کابل فضل الحق، بند امیر فرمان الله، هندوکش عبدالله عادل او بند امیر کریم صادق واخیست.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …