کورپاڼه / خبرونه / محمد نبي او رحمن الله ګربز د کابل په هوایي ډګر د برید په اړه خواشیني ښودلې

محمد نبي او رحمن الله ګربز د کابل په هوایي ډګر د برید په اړه خواشیني ښودلې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړو محمد نبي او رحمن الله ګربز د کابل په هوایي ډګر د برید، چې تېره ورځ مازیګر او ماښام ناوخته وشو، خواشیني څرګنده کړې.

محمد نبي پخپله فیسبوکپاڼه لیکلي دي:((‏یا لویه خدایه! یا رحمان یا رحیمه! دې ملت د دردونو انتهاوې هم په خپلو دردېدلو سترگو ولیدې او د ژوند ټولې ترخې او ستر مصیبتونه هم تجربه کړل.))

هغه د دعا په بڼه پر ملت د رحم غوښتنه او دعا کړې او زیاته کړې ده، چې نور دې دا غمځپلی، دردېدلی، بېچاره او بې ځواکه هېوادوال له افتونو او مصیبتونو څخه وساتل شي.

محمد نبي لیکلي:((یا لویه خدایه! نور د وینو دا لښتې ودروې! ته نور په دې بیچاره او همیشه ځوریدلي وطن رحم وکړې او د داسې وحشي کړنو ظالم عاملین نیست‌ونابود او خپل غضب گرفتار کړې (آمین خدایه).))

بل لوري ته رحمن الله ګربز هم یاد برید دردولی دی او لیکلي یې دي:((د کابل په هوایي ډگر کې خونړی برید لوی ظلم او خیانت دی! له زړه یې ودردولم او ښه سخت یې ودردولم!. خدای تعالی دې ددې ستر وحشت عاملین پخپل غضب گرفتار کړي. یا لویه خدایه! ډیر وغمېدو! ډیر وکړیدو! نور مونږ هم د لږ آرام او سوکاله ژوند حقدار وگڼه! آمین))

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …