کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د کرابين ليګ دوهمه لوبه پاټوريټس لوبډلې وګټله

د کرابين ليګ دوهمه لوبه پاټوريټس لوبډلې وګټله

پرون د کرابين ليګ نهم پړاو لوبې پيل شوې چې نن سهار دوهمه لوبه کې پاټوريټس لوبډلې، برباډوس رويالز ته ماته ورکړه.

دوهمه لوبه د پاټوريټس او برباډوس رويالز ترمنځ ترسره شوه، چې پاټوريټس لومړی توپ وهنه وکړه او شل اورونو کې يې مقابل لوري ته د ۱۷۶ منډو هدف وټاکه، خو برباډوس یې په وړاندې هدف پوره نه کړ او په ۲۱ منډو يې لوبه وبايله.

د پاټوريټس لپاره شيرفان راترپورډ درې پنځوس او ډې جې براوو اووه څلويښت ډيرې منډې جوړې کړې، د برباډوس رويالز لپاره شی هوپ يواځې څلور څلويښت زياتې منډې جوړې کړې او لوبډله يې بريا ته ونه رسېده.

له افغانستان څخه يواځې نوين الحق په لومړۍ لوبه کې ولوبېد، چې د دوه څلويښت منډو په وړاندې يې يوه ويکټ ترلاسه کړه او لوبډلې يې لوبه وګټله.

نن هم په ياد ليګ کې دوه لوبې دي، چې سانټ لوشيا او جمیکا مازديګر ۰۶:۳۰ بجې او برباډوس رويالز او ټرينيباګو نايټ رايډرز سبا سهار ۰۳:۳۰ بجې لوبه کوي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …