کورپاڼه / جالب / پنځلس سوه کاله پخواني قبر کې دوه جسدونو لرغون پېژندونکې حیران کړي

پنځلس سوه کاله پخواني قبر کې دوه جسدونو لرغون پېژندونکې حیران کړي

په چین کې لرغون پېژندونکو ۱۵۰۰ کلن یو داسې پخوانی قبر موندلی، چې په هغې کې دوه جسدونه په داسې ډول سره پراته ول، چې لرغون پېژندونکې یې ګوته په غاښ کړل.

د ډیلي سټار د راپور پر اساس ویل کېږي، دغه قبر د چین په شانزي ولایت کې موندل شوی او په قبر کې د ښځې او نارینه جسدونه په داسې حالت کې دي لکه له یو بل یې چې غېږه چاپېره کړي وي.

لرغون پېژندونکې وایي چې په دې جسدونو کې د نارینه د جسد اوږدوالی پنځه فوټه او څلور اینچه دی او عمر یې له ۲۹ څخه تر ۳۵ کلونو ترمنځ و. د لاس یو هډوکی یې مات شوی و او د ښي لاس یوه ګوته یې هم نشته او پښه یې هم ماته شوې وه.

دوی زیاتوي، داسې ښکاري چې دغه سړی به په کومه پېښه کې مړ شوي و، خو ښځې بیا پخپله خوښه ځان د نارینه له جسد سره خښ کړی و.

ددې ښځې قد پنځه فوټه او دوه اینچه و او کله چې خښېده، هغه وخت یې عمر له ۳۵ تر ۴۰ کلونو ترمنځ و او ځان له خپل عاشق سره غاړه غړۍ اچولی و او په هماغه حالت کې مړه شوې وه.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …