کورپاڼه / د لوبو راپورونه / انګلستان پر هند لوبډلې ۳۴۵ منډې واړولې

انګلستان پر هند لوبډلې ۳۴۵ منډې واړولې

د انګستان کرکټ ملي لوبډلې په دریمه ټیسټ لوبه کې د دویمې ورځې په پای ته رسېدو پر هند لوبډلې ۳۴۵ منډې واړولې او لا هم د دوو لوبغاړو په شتون کې خپلو منډو ته آدامه ورکوي.

د انګلستان او هند ترمنځ د پنځه ټیسټ لوبو دریمه لوبه په یارکشیر کرکټ لوبغالي ترسره کېږي. د لوبې پچه د هند لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هندۍ لوبډله د انګلستان پر وړاندې په لومړنۍ پاڼۍ کې په ډېرو لږو یعنې ۷۸ منډو وسوځېده، چې ترټولو ډېرې منډې د روهیت شرما ۱۹ او رهاني ۱۸ منډې وې. د انګلستان لخوا د جیمي اندرسن او کریګ اورټن درې-درې او سام کرن او اولي روبینسن دوه-دوه ویکټې واخیستې.

د انګلستان لوبډلې تر دا مهاله د ۱۲۹ اورونو په لوبولو سره اته لوبغاړي له لاسه ورکړي او ۴۲۳ منډې لري، چې له ډلې یې روري برنس ۶۱، حسیب حمید ۶۸، ډیویډ ملان ۷۰ او جیو روټ ۱۲۱ منډې جوړې کړې.

د هند له لورې محمد شامي درې، محمد سراج او رویندرا جدیجا دوه-دوه او ترڅنګ یې جسپریټ بومرا یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …