کورپاڼه / خبرونه / د کرکټ بورډ عمومي رییس: دوه لوبډلې به افغانستان ته د لوبو په موخه راشي

د کرکټ بورډ عمومي رییس: دوه لوبډلې به افغانستان ته د لوبو په موخه راشي

د افغانستان کرکټ بورډ نوی عمومي رییس عزیزالله فضلي تېره ورځ ماښام د شپږیزې کرکټ لیګ په مراسمو کې یادونه وکړه، چې دوه نړیوالې لوبډلې به افغانستان ته راشي.

عزیزالله فضلي که څه هم د یادو لوبډلو نوم وانخیست، خو ویې ویل چې دوه لوبډلې به افغانستان راشي او دلته به له افغان لوبډلې سره دوستانه لوبې وکړي.

هغه د مراسمو پرمهال پخپلو خبرو کې وویل، چې له دې موخه څخه موخه داده چې د کرکټ نړیوالې شورا او نړیوالو ته ډاډ ورکړي، چې د نوي حکومت په راتګ سره په بشپړه توګه امنیت راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې کومه بهرنۍ لوبډله افغانستان ته د لوبو لپاره نه ده راغلي او لامل یې دا ښودل شوی و، چې دلته امنیتي وضعیت سم نه دی او لوبډلو ته سرخوږی جوړوي.

خو دا باید یاده کړم چې د افغانستان کرکټ لیګ او سپږیزه کرکټ لیګ کې د ګډون په موخه ځینو بهرنیو لوبغاړو کابل ته سفر کړی او لوبې یې ترسره کړي دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …