کورپاڼه / خبرونه / راشد خان: مهرباني وکړئ د افغانانو وژنه بس کړئ

راشد خان: مهرباني وکړئ د افغانانو وژنه بس کړئ

د افغانستان کرکټ مخکښ لوبغاړی او د شل اوریزو لوبو لوبډلمشر راشد خان د کابل په نړیوال هوایي ډګر د برید په اړه سخته خواشیني ښودلې.

هغه د تېرې ورځې په بریدونه سخته خواشیني ښودلې او په یویټ کې ویلي دي:((په کابل کې یو ځل بیا وینه توییږي؛ د مهربانۍ له مخې افغان وژنه بس کړئ.)

د یادولو وړ ده چې تېره ورځ د کابل په هوایي ډګر درې بمي چادونې وشوې، چې ۹۰ تنو پکې خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر ۱۵۰ پورې ټپان شول.

بل لوري ته محمد نبي او رحمن الله ګربز هم د کابل د یادې پېښو په اړه سخته خواشیني څرګنده کړې وه او دغه برید یې پر افغانانو لوی ظلم بللی و.

هغوی دعا کړې وه، چې زموږ دردېدلی او غمځپلی ولس چې له ډېرې مودې راهیسې ځورېږي، نور دې له دې افتونو وساتل شي او یو آرامه ژوند دې وکړي.

دا هم ولولئ

د کرکټ نړیوالې شورا د نړیوال جام لپاره کمنټري کوونکي اعلان کړل

د کرکټ نړیوالې شورا د روانې اکتوبر میاشتې څخه پیلېدونکي شل اوریز نړیوال جام لپاره …