کورپاڼه / روغتيا / د سستۍ، تنبلۍ او آرام خوښۍ پایله د فلج حمله ده

د سستۍ، تنبلۍ او آرام خوښۍ پایله د فلج حمله ده

هغه کسان چې تر ډېره ناسته وي، له پیاده مزل او بدني فعالیتونو څخه زړه موړی وي، په هغوی کې د فلج خطر د نورو کسانو په پرتله ډېره وي.

دغه څېړنه، چې په کاناډا کې ترسره شوې، پر اساس یې ویل کېږي، هغه کسان چې تر ډېره آرام خوښي وي یا تر ډېره کتاب لوستو یا تلویزون ته ناست وي یا پر کمپیوټر یا ټابلیټ د کار کولو عادي وي، په هغوی کې د فلج خطر ډېر وي.

هغه کسان چې په ورځني ډول لږ تر لږه تر څلورو ساعتونو پورې په یو ځای ناست وي، په هغوی کې د فلج خطر کم وي، خو څومره چې دغه دورانیه ډېرېږي د فلج خطر یې هم ورسره ډېرښت مومي.

د فلج ترټولو ډېر خطر په هغه کسانو کې لېدل کېږي، چې هغوی ډېر تنبل او آرام خوښي وي. هغه کسان چې هره ورځ تر اته ساعتونو پورې ناست وي، د هغوی په پرتله د فلج خطر څلور برابره ډېر وي، چې څلور ساعته پرلپسې ناست وي. یوازې دا له شپېته کلنۍ وړاندې هم په آرام خوښو کسانو کې د فلج خطر ډېرېدلی شي.

د یادولو وړ ده چې څېړونکو له تېرو څو کلونو راهیسې د آرام خوښولو او تنبلۍ له زیانونو خلک خبر کړي او په هره نوې څېړنه کې یې د زیانونو په نوملړ کې ډېروالی راځي، چې دغه څېړنه هم له یادې لړۍ څخه ده.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …