کورپاڼه / هنر او کلتور / صوفیه حیات: کرن جوهر له سلمان څخه ډېر بد انسان دی

صوفیه حیات: کرن جوهر له سلمان څخه ډېر بد انسان دی

د هندي سینما اداکاره، سندرغاړې او د تلویزوني خپرونو مخکښه صوفیه حیات وایي، چې د فلم جوړونکی او د بیګ باوس کوربه کرن جوهر له سلمان خان څخه ډېر بد شخصیت دی.

هغې په سلمان خان او کرن جوهر تور پورې کړی، چې دوی دواړه ډېر تشدد خوښي شخصیتونه دي او په بیګ باوس خپرونه کې خپلوي او ملګرتیا پالي.

د بیګ باوس خپرونې پخوانۍ غړې صوفیه حیات د تېرې پنجشنبې په ورځ له هندي رسنیو سره خبرې کړي او ویلي یې دي چې دوی دواړه په بیګ باوس کې خپلوی پالي.

د بیګ باوس خپرونې د وروستۍ برخې په خپرېدو سره پر کرن جوهر او په یاده خپرونه ډېرې نېوکې کېږي او ویل کېږي چې کرن جوهر له اداکارې شمیتا شیټي سره تعصب لري.

صوفیه حیات وایي که چېرته دا ډول خپرونه په انګلستان کې وه، نو سمدستي به تړل شوې وه، ځکه په دې خپرونه کې تشدد ته خلک رابلل کېږي، هغه زیاتوي چې کرن په دې خپرونه کې د خلکو د سپکاوي زړه طریقه خپله کړې ده.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …