کورپاڼه / بېلا بېل / آیا ماشوم مو د لامبولو پرمهال تنګوي؟ له دې لارو چارو ګټه پورته کړئ

آیا ماشوم مو د لامبولو پرمهال تنګوي؟ له دې لارو چارو ګټه پورته کړئ

ځینې کوچني ماشومان د لامبولو یا پاکولو پرمهال ضد کوي او میندې نه پرېږدي، چې هغوی پاک کړي، که چېرته تاسې هم د خپلو ماشومانو له یادې کړنې په تنګ یاست نو له دې لارو چارو ګټه پورته کړئ.

ماشوم لامبول نه خوښوي او ژاړي، ددې ترټولو آسانه حللاره داده چې په کوم طشت کې یې لامبوئ، په هماغه طشت کې ورته د هغوی د خوښې د لوبو کوم شی واچوئ.

ډېری ماشومان له خپلو والدینو غوښتنه کوي چې د مطالعې لپاره دې ورته ځانګړی میز تیار شي، ددې آسانه حللاره داده چې په څه چل دې ورته د میز په شکل یو څه جوړ شي.

د سفر پرمهال ماشومان ستړي کېږي او د زړه تنګون احساس کوي. په بازار کې اوسمهال هر ډول شیان خرڅېږي، له دې ډول شیانو ماشومان ډېر زړه راښکون ښیي او زړه تنګون احساس یې کمېږي.

که چېرته تاسې په کور یا مراسمو کې یاست او ماشوم مو ضد پیل کړي چې زه رسامي کوم، که دا وخت تاسې هر څومره هڅه وکړئ چې هغوی پوه کړئ نو نه یې مني، نو هڅه وکړه چې ځان سره قلم، پینسل او کاغذ وګرځوئ.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …