کورپاڼه / روغتيا / د مڼې او ناک په خوړلو سره هم د وینې لوړ فشار کنترولېږي

د مڼې او ناک په خوړلو سره هم د وینې لوړ فشار کنترولېږي

په دې اړه خو موږ ټول پوهېږو چې مېوې او سبزیجات زموږ پر روغتیا مثبتې اغېزې کوي، خو ځینې مېوې لکه مڼه، بېرې، ناک او نور د وینې د لوړ په کنترول کې مرستندویه تمامېږي. دغه مېوې د انټي اکسایدو او فلیوینویډو په درلودلو سره د زړه د ناروغیو، سرطان او د شکر د ناروغیو مخنیوی کوي.

د یوې نوې څېړنې پر اساس ویل کېږي چې زموږ معده او کولمې د بېلابېلو ډولونو بکتریاوو فلیوینډونو سره عمل کوي او د وینې لوړ فشار کنترولوي.

د شمالي ایرلېنډ د کوینز پوهنتون ساینسپوهان وایي چې د فلیوینډونو په نه جذبولو او د وینې فشار په کنترول کې د معدې بکتریاوې مهم رول لوبوي او په دې ډول د فلیوینډونو په منظم استعمال سره د وینې فشار کنترولېږي.

که چېرته بېرې، ځمکي توت او نور په ورځني ډول اتیا ګرامه وخوړل شي نو څلور درجې د وینې فشار کموي. باید یاده کړم چې د وینې فشار نارمل کچه د ۸۰-۱۲۰ وي او له ۹۰-۱۴۰ پورته لوړ فشار وایي

هغه مېوې چې شین او سور رنګ لري هغه د اینتوسیانینس په نوم فلیوینډونه لري، چې په دې ډوله کې بېرې، سره انګور او نور شامل دي. د معدې بکتریا دغه اجزاوې ویشي چې بیا د زړه لپاره هم ګټورې تمامېږي.

دا هم ولولئ

څېړونکو د چاغښت لامل معلومه کړ

هسې خو عام باور دادی چې ډېر زیات خوراک د چاغښت سبب کېږي، خو له …