کورپاڼه / خبرونه / رونالډو د یووینټس کلب پرېښود او مانچستر سیټي سره یې د لوبېدو غوښتنه وکړه

رونالډو د یووینټس کلب پرېښود او مانچستر سیټي سره یې د لوبېدو غوښتنه وکړه

د فوټبال نړۍ مخکښ ستوري لوبغاړي کرسټیانو رونالډو د ایټالوي کلب یووینټس د پرېښودو له راپورونو وروسته، اوسمهال نوی راپور دادی چې هغه د انګلستان غوره لیګ له مشهور کلب مانچستر سیټي سره د لوبېدو غوښتنه کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د شپږ دیرش کلن کرسټیانو رونالډ په اړه له تېرو څو اوونیو راهیسې ویل کېږي، چې هغه ایټالوي کلب یووینټس پرېښی دی.

رونالډو له یووینټس کلب سره تر راتلوونکې دوبي پورې تړون کړی، خو اوس راپور وایي چې د هغه کسان د داسې کلب په لټه کې دي، چې رونالډو ته ښې روپۍ ورکړي او یووینټس کلب ته د هغه د لېږد لپاره دیرش میلونه ډالر ورکړي.

د انګلستان مانچستر سیټي کلب په دې وروستیو کې له جیک ګریلیش سره د ۱۳۷ میلونو ډالرو په بدل کې تړون لاسلیک کړ.

د مانچستر سیټي کلب ادارې لېواله وه د انګلستان د فوټبال ملي لوبډلې لوبډلمشر هیري کین پخپل کلب کې ولوبوي، خو کین ورسره له لوبېدو انکار وکړ.

دا هم ولولئ

معین علي د ټیسټ کرکټ د نه کولو پرېکړه کړې

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې مسلمان لوبغاړي معین علي له ټیسټ کرکټ څخه د تقاعد …