کورپاڼه / ساينس او ټېکنالوژي / ټیک ټاک غواړي چې د ویډیو دورانیه تر پنځه دقیقو پورې ډېره کړي

ټیک ټاک غواړي چې د ویډیو دورانیه تر پنځه دقیقو پورې ډېره کړي

د ټولنیزې رسنۍ مشهور اپلیکیشن ټیک ټاک، چې ډېر زیات کاروونکې لري، اوس غواړي چې د خپلو کاروونکو لپاره د ویډیو دورانیه ډېره کړي.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي چې د ویډیو خپرولو اپلیکیشن ټیک ټاک د خپلو کاروونکو لپاره د ویډیو دورانیه یا د وخت ډېرولو هڅه او تجربې کوي.

د یادولو وړ ده چې ټیک ټاک په لومړیو کې تر دیرش ثانیو پورې د ویډیو دورانیه درلوده، چې بیا یوې دقیقې ته او د تېر کال په ډسمبر کې له دوو تر دریو دقیقو ته پورته شوه.

خو اوسمهال د یاد شرکت مشر میټ نورا وایي چې غواړو دغه دورانیه نوره هم ډېره کړو او ځینو کاروونکې به وکولی شي چې د پنځه دقیقو ویډیو هم پورته کړي.

راپور زیاتوي چې د ټیک ټاک دغه اپشن اوسمهال د تجربو په پړاوونو کې دی او له بریالیتوب وروسته به د ټولو کاروونکو لپاره وړاندې شي.

دا هم ولولئ

په دې موبایلونو کې به جي میل، یوټیوب او نورې مهمې اپلیکیشنې نور کار نه کوي

ګوګل د اندراید کاروونکې په لویه ستونزه کې واچول او پرېکړه یې کړې چې د …