کورپاڼه / جالب / په هند کې یوه انجلۍ د بې ګناهۍ د ثابتولو لپاره په بلو سکرو یا انګار تېره شوه

په هند کې یوه انجلۍ د بې ګناهۍ د ثابتولو لپاره په بلو سکرو یا انګار تېره شوه

په هند کې یوې خواښې خپله پیغله انګور ددې لپاره د خلکو ترمخ په لګېدلو یا روښانه سکرو د تګ لپاره مجبوره کړه، ترڅو خپله بې ګناهي ثابته کړي.

د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې پر ټولنیزو رسنیو یوه ډېره زړه بوږنونکې ویډیو لاس په لاس کېږي، چې له مخې یې یوه پیغله انجلۍ په بلو سکرو روانه وي او هلته ورته ګڼ شمېر خلک هم ولاړ وي.

دغه پېښه د هند په مدیا پردیش څو ورځې وړاندې هغه وخت رامنځته شوه، کله چې د انجلۍ خسرګنۍ د هغې د رښتیني ثابتولو لپاره هغه په بلو سکرو د تګ لپاره مجبوره کړه. د سیمې خلک وایي چې د انجلۍ خاوند له خپلې میرمنې یعنې انجلۍ سره ډېره مینه لري، خو خواښې یې پرې تور پورې کړی چې پر زوی یې ورته جادو کړی دی.

انجلۍ د خپلې خواښې له هره ورځ تورونو څخه تنګه راغله او د سیمې جرګې ته لاړه او هلته یې د هندو مذهب په کتاب قسم وخوړ، چې تور جادو یې نه دی کړی.

د انجلۍ خواښې د هغې دغه قسم هم ونه مانه او ویې ویل چې زه به هغه وخت باور وکړم چې هغه په انګار لاړه شي. چې بیا د ټولو خپلوانو او د جرګې د غړو ترمخ انجلۍ په سکرو تېره شوه او هیڅ ډول زخمي هم نه شوه.

دا هم ولولئ

هغه سپی د اوږدو غوږونو په لرلو یې د ګنیز ریکارډ پخپل نوم کړ

د ګنیز د نړیوالو ریکارډونو د کتاب په ۲۰۲۲ کال په چاپ یا جلد کې، …