خپلواک وېبپاڼه (٢٥ نومبر ٢٠١٩): د نامتو هندي فلمي ستوري د وروستيو فلمونو (سوپر ٣٠) او (وار) د بريالي کېدو نه وروسته اوس د هغه مينه وال د هغه راتلونکي فلم ته په تمه دي.
د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، مخکې اوازې خپرې وې چې ريتيک روشن د فرح خان په فلم (سته په سته) کې راځي، خو ويل کېږي چې د ريتيک روشن د دغه فلم سکرپټ يا کيسه خوښه نه شوه او په دغه فلم کې يې د اوس لپاره کار پرېښود.
خو تازه د ريتيک روشن د مينه والو لپاره ښه خبر دا دى، چې هغه د خپل پلار راکېش روشن په راروان فلم چې د سوپر هيرو فلم (کريش) څلورمه برخه ده، کې راروان دى.
تېره ورځ د (کرېش ٣) د ٦ کاله پوره کېدو نه وروسته راکېش روشن د ريتيک روشن سره د دغه فلم د څلورمې برخې (کريش ٤) د جوړولو اعلان وکړ.
دا هم ولولئ:
نامتو سندرغاړې مېډونا خپلې (متيازې) څښلي
د يوې بلې پاکستانۍ اداکارې ويډيوګانې خپرې شوي
انجلينا جولي: بيا به هېڅ کله واده ونه کړم
د راپورونو په وينا، د (کرېش ٤) فلم ثبت به د ٢٠٢٠ کال د جنورۍ په مياشت کې پيل شي. ويل کېږي چې راکېش روشن اوس مهال د دغه فلم په کيسه يا سکرپټ باندې کار روان کړى دى. هغه وايي، چې دا ځل به کيسه تر نورو فلمونو هم ښه برابروي، ځکه نه غواړي چې د دغه فلمونو مينه والو ته په کيسه کې څه کمى ښکاره شي.
ويل کېږي چې د کيسې سره سم راکېش روشن او ريتيک روشن د فلم د ثبت لپاره په ځايونو پسې هم ګرځي، چې فلم چېرته ثبت کړي. همدا راز ريتيک روشن بيا د فلم لپاره په خپل کردار باندې هم کار پيل کړى دى.
د يادولو ده چې د دغه فلم د جوړېدو اعلان څه وخت مخکې کېدونکى و، خو د راکېش روشن د ډېرو مصروفيتونو له امله هغه ونه شول کولاى چې پر وخت په دغه فلم کار شروع کړي، نو اوس ويل کېږي چې هغه خپل نور ټول کارونه ځنډولي دي او خپل ټول وخت يې همدغه فلم ته ځانګړى کړى دى.
په دغه فلم کې ريتيک روشن مرکزي رول ترسره کوي، خو لا هم په دغه فلم کې د نورو اداکارانو، چې مرکزي ښځينه رول به پکې څوک ترسره کړي او د بدمعاش رول به کې څوک ترسره کړي، په دې اړه لا څه نه دي ويل شوي.