کورپاڼه / هنر او کلتور / د واده وړاندیز ته د سوناکشي سنها په زړه پوری ځواب

د واده وړاندیز ته د سوناکشي سنها په زړه پوری ځواب

د بالیووډ یا سینما مخکښه اداکاره سوناکشي سنها، چې له دبنګ فلم څخه یې شهرت ترلاسه کړ، د یو مینوال د واده غوښتنې ته ډېر په زړه پوری ځواب ورکړ.

سوناکشي سنها، چې د فلمونو په ذریعه د خپلو مینوالو لپاره ساتیری برابروي، پر ټولنیزو رسنیو هم له خپلو مینوالو سره په اړیکه کې ده.

هغه د ټولنیزې رسنۍ د عکسونو او ویډیوګانو پر خپرونکې اپلیکیشن له شل میلونو ډېر مینوال لري او وخت ناوخت د همدې رسنۍ له لارې د خپلو مینوالو پوښتنو ته ځوابونه هم وایي.

تېره ورځ له اداکارې سوناکشي څخه له ما څخه وپوښتئ په برخه کې له هغې ډېرې پوښتنې وشوې، چې یو شخص ورته وویل چې آیا له ماسره واده کوې؟ ددې په ځواب کې سوناکشي ورته وویل چې اوسمهال خو پر انستاګرام د واده وړاندیز نه منم.

د یادولو وړ ده چې سوناکشي خپل کیریر له سلمان خان سره له (دبنګ) فلم څخه پیل کړ او له هماغه راهیسې یې په ډېر فلمونو کې کار وکړ او اوس یې نوی فلم (بوج) هم خپور شوی دی.

دا هم ولولئ

کرینه کپور

د کرینه کپور خان په اړه ۷ جالب حقیقتونه

د بالي ووډ د کپور کورنۍ مشهوره اداکاره کرینه کپور خان چې په هندي سینما …