کورپاڼه / موبایلونه او نور توکي / د سامسینک نوی موبایل د کومو ځانګړتیاوو لرونکی دی؟

د سامسینک نوی موبایل د کومو ځانګړتیاوو لرونکی دی؟

که چېرته تاسې د خپل ځیرک موبایل د غټوالي په سبب اندیښمن یاست، نو ښه خبر دادی چې د سویلي کوریا شرکت سامسینګ ستاسو ستونزه حل کړه او په یو نوی موبایل کې دا او دې ته ورته ځانګړتیاوې شاملې کړې.

دغه موبایل (Samsung Galaxy Z Flip 3) نومېږي، که څه هم غټ دی خو د کات کېدو ځانګړتیا لري. په څلور ډولونو او اوو رنګونو سره خرڅلاو ته وړاندې شو

اته GB ریم او 128 GB حافظه لري او په زر ډالرو سره یې ترلاسه کولی شئ او دولس GB ریم او 256 GB حافظې لرونکی په اتلس سوه ډالر او د دولس GB ریم او 512 GB حافظې لرونکی په نولس سوه ډالر خرڅېږي.

که چېرته د کامرې په اړه وغږېږو نو 12 میګا پکسله وایډ او 12 میګا پکسله الټرا وایډ کامره او مخامخ کامره یې 10 میګا پکسله ده او بیټري یې بیا 3300 mAh ده، چې ترڅو ساعتونو یې پرته له چارجه استعمالولی شئ.

دغه راز (Qualcomm Snapdragon 888) پروسیس کوونکی لري، فولډ ایبل یا کات کېدونکی سکرین لري، چې 6.7 اینچه دی او کله چې فولډ شي نو د سکرین کچه یې (2.84×3.40×6.74) اینچه شي.