کورپاڼه / جالب / د هغه کسانو د وېرولو لپاره، چې واکسین نه کوي، غټ او دنګ جسد نصب شوی دی

د هغه کسانو د وېرولو لپاره، چې واکسین نه کوي، غټ او دنګ جسد نصب شوی دی

د امریکا یو اوسیدونکې د هغه کسانو د خبرداري لپاره، چې کورونا واکسین نه کوي، له خپل کور څخه بهر یوه غټ او دنګ اسکلیټ یا جسد نصب کړی دی او یوه جمله یې پرې لیکلي چې:((که واکسین ونه کړئ نو احمقه! ژر به سره ووینو))

د شمالي کیرولینا اوسیدونکې جیسي جونس له خپل کور څخه بهر د انسان جسد یا اسکلیټ نصب کړی او په مرسته د کورونا واکسین نه کوونو ته پیغام ورکړی او د جسد پر شاوخوا یې د قبر کتبې هم لګولي دي.

د یوه قبر په کتبې یې لیکلي دي (یو ویک) یعنې واکسین یې نه ول کړي او په نورو کتبو یې (دا آوازې نه دي)، (یوټیوب زما ډاکتر) او (ما د تړمپ خبره اورېدلې وه) او داسې نور جملې لیکل شوي دي.

جیسي جونس د مسلک له لحاظه یو وکیل دی او هغه د هغه آوازو په اړه، چې د خلکو ترمنځ د کورونا وایروس په اړه خپرېږي، ډېر اندیښمن دی.

همدا لامل دی چې هغه واکسین کولو لپاره خپل پیغام له دې لارې رسول غواړي. د یادولو وړ ده چې د جونس خواښې هم د کورونا په سبب مړه شوې وه.

دا هم ولولئ

یو انجلۍ په دې سبب له واده انکار کړی، چې د کلي سړک یې خراب و

په هند کې هره ورځ د واده اړوند ډېر داسې واقعات د رسنیو د سرټکي …