کورپاڼه / خبرونه / میټ هینري د فین ایلن پرځای د بنګله دیش سره د لوبېدو لپاره غوره شو

میټ هینري د فین ایلن پرځای د بنګله دیش سره د لوبېدو لپاره غوره شو

نهه ویشت کلن چټک توپ اچونکی میټ هینري د نیوزیلېنډ په لوبډله کې د توپ وهونکې فین ایلن ځای ناستي په توګه وټاکل شو.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ نیوزیلېنډ لوبډله بنګله دیش ته ورسېده او هلته به له کوربه لوبډلې سره پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي، چې د سپتمبر له لومړمۍ نېټې به پیل شي.

میټ هینري وروسته له هغې د نیوزیلېنډ لوبډلې برخه شوه، چې د لوبډلې توپ وهونکي لوبغاړي فین ایلن د کورونا پایله مثبته راغله او کرنتین کړل شو.

هینري د وروستي ځل لپاره څلور کاله وړاندې د بنګله دیش پر وړاندې شل اوریزه لوبه ترسره کړې وه او ټولې یې شپږ شل اوریزې لوبې کړي او په دې لوبو کې اوه ویکټې لري.

د نیوزیلېنډ لوبډلې مشر روزونکی ګاري سټیډ په دې اړه وایي چې میټ هینري د فین ایلن بدیل نه شو ګڼلی، خو هغه کولی شي چې په توپ اچونه کې مرسته وکړي.

د نیوزیلېنډ لوبډله: ټام لیتم (لوبډلمشر)، فین ایلن، همیش بینی ، ټام بلاندل، ډوګبریسویل، کولین ډی ګرانډوم، جیکب ډفي، میټ هینري، سکاټ کوګلیجین، کول مک کونچي، هنري نیکولس، اعجاز پټیل، راچین رویندرا، بین سییرز، بلیر ټیکنر او ول ینګ.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …