کورپاڼه / د لوبو راپورونه / زمبابوې او ايرلينډ د سيريز اوله شل اوریزه لوبه وکړه

زمبابوې او ايرلينډ د سيريز اوله شل اوریزه لوبه وکړه

ايرلينډ په خپل کوربتوب د زمبابوې سره د پنځه شل اوريزو سياليو سيريز نن په لومړۍ لوبه سره پيل کړ.

د سيريز اوله لوبه، چې نن زمبابوې او ايرلينډ وکړه، پيل د زمبابوې په توپ وهنه سره وشو چې د شل اورونو په لوبولو سره يې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۱۸ منډي هدف وټاکه.

د زمبابوې لپاره تر ټولو لوبغاړو زياتي په اته ويشت توپونو اووه څلویښت منډې ريګيس چيکبوا جوړې کړې، د ايرلينډ لپاره په توپ اچونه کې کرايګ يونګ او سيمي سينګ دوه دوه ويکټې ترلاسه کړې.

د زمبابوې ټاکلی هدف ايرلينډ لوبډلې پوره نه کړ او په دريو منډو توپير يې د سيريز لومړی لوبه وبايله، چې د نهه لوبغاړو په سوځېدو سره يې ۱۱۴ منډي جوړې کړې.

ايرلينډ لپاره زياتې منډې سيمي سينګ او زمبابوې لپاره زياتي درې ويکټي ريان برل ترلاسه کړې، دواړه هيوادونه د سيريز دوهمه شل اوریزه لوبه راتلونکې يکشنبه ترسره کوي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …