کورپاڼه / هنر او کلتور / ((سلمان خان زوړ شوی، نور باید د پلار رول ولوبوي))

((سلمان خان زوړ شوی، نور باید د پلار رول ولوبوي))

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښ اداکار سلمان خان په نوو عکسونه د هغه د مینوالو له لورې تبصرې شوي او لیکلي یې دي چې سلو صیب! زوړ شوی، اوس باید هغه د پلار رول ولوبوي.

پنځه پنځوس کلن سلمان خان اوسمهال له کترینه کیف سره د (ټایګر۳) فلم د شوټنګ لپاره په روس کې دی، چېرته چې هغه له فلم پرته خپلو روسي مینوالو سره سیلفي عکسونه هم اخلي.

د سلمان خان ځینې هغه عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپرېږي، چې هغه له خپلو روسي مینوالو سره پکې څرګندېږي، خو د ټولنیزو رسنیو کاروونکې د هغه تصویرونه نه خوښوي او هغه یې زوړ ګڼلی او مشوره یې وکړې چې نور د پلار رول ولوبوي.

د یادولو وړ ده چې سلمان خان او کترینه کیف د خپل بریالي (ټایګر) فلمي لړۍ د دریم فلم لپاره په روس کې دي او په دې فلم کې به د تېر په څېر سلمان خان د هند استخباراتی غړی ټایګر او کترینه به د پاکستان استخباراتي غړې زویا رول ولوبوي.

له دې وړاندې د هندي رسنیو د راپور پر اساس ویل کېدل چې عمران هاشمي به په (ټایګر۳) کې منفي رول ولوبوي، خو تېره ورځ هغه دا خبر رد کړ.

دا هم ولولئ

صحرا کریمي

صحرا کریمي: د جمعې په ورځ به قرغې ته تللم او په لوړ غږ به مې موسیقي اورېدله

د افغان فلم ډایریکټرې صحرا کریمي په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو خپره کړې ده، …