کورپاڼه / خپلواک / سلمان خان د (ماشا الله) فلم نه وروسته په يو بل فلم کې هم کار پرېښود
سلمان خان

سلمان خان د (ماشا الله) فلم نه وروسته په يو بل فلم کې هم کار پرېښود

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ نومبر ٢٠١٩): سلمان خان مخکې ورځو کې د سنجى ليلا بنسالي فلم (ماشا الله) کې له کار کولو انکار وکړ او اوس يې تازه د يو بل فلم نه هم خپل لاسونه راوويستل.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، سلمان خان د انيس بزمي او بوني کپور ١٤ کاله مخکې نندارې ته وړاندې شوي فلم (نوي انټري) په سيکويل يا بله برخه کې له کار کولو انکار وکړ.

څه وخت مخکې ويل کېدل چې سلمان خان د دغه فلم په بله برخه کې کار کوي، خو چون هغه په نورو فلمونو کې ډېر بوخت دى، نو دغه نوى فلم به يو څه وخت وروسته جوړ کړي.

خو تازه د بوني کپور ورور او د دغه فلم يو مرکزي اداکار انيل کپور نه چې کله د دغه فلم په اړه پوښتنه وشوه، نو هغه وويل، چې سلمان خان د دغه فلم په نوې برخه کې نشته دى.

دا هم ولولئ:

د سلمان خان پلار: مسلمانان جومات ته نه، ښوونځي ته اړتيا لري

سلمان خان له خپل نوي فلم څخه د پاکستاني سندرغاړي سندره وويستله

سلمان خان: له اوله پوهېدم چې دا فلم به ناکامېږي

نامتو فلمي ستوري انيل کپور په خپلو خبرو کې وويل، چې موږ اوس د دغه فلم د مرکزي اداکار لپاره د سلمان خان پر ځاى په يوه بل ستوري پسې ګرځو. هغه وويل چې دا خو پاکه خبره ده چې سلمان خان اوس په دغه فلم کې کار نه کوي.

ويل کېږي چې کله د دغه فلم د مرکزي کردار لپاره کوم اداکار سره خبره وروستۍ شي، نو له هغه وروسته به نور اداکاران هم ټول واخيستل شي او د فلم په ثبت باندې به کار شروع شي.

فلم (نو انټري) ډېرو خلکو خوښ کړى و او د هندي سينما يو کامياب فلم و. همدا راز د دغه فلم دويمه برخه چې د (نو انټري مين انټري) په نوم جوړېږي، تر پخواني فلم به يې کيسه لا هم ډېره پراخه وي.

په اولني فلم کې درې ښځينه او درې نارينه اداکارانو رولونه ترسره کړي و، خو ويل کېږي دا ځل به په دغه نوي فلم کې ١٠ نجلۍ وې او ٤ به پکې سړي وي. د نوي فلم کيسه به د ښځو او خاوندانو ترمنځ په اړيکو باندې جوړه وي.

همدا راز ويل شوي دي چې د دغه فلم ټوله کيسه به په دې چورلي، چې خاوندان هېڅ کله هم سمېږي نه او هر کله هڅه کوي چې بهر هم دانې واچوي، خو ښځې به يې هم داسې نه پرېږدي او د خپلو خاوندانو د سمولو لپاره به مېدان ته راوځي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …