کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د دريمې ټيسټ لوبې دريمه ورځ پای ته ورسېده

د دريمې ټيسټ لوبې دريمه ورځ پای ته ورسېده

د هند او انګلينډ ترمنځ د پنځه ټيسټ لوبو د سيريز دريمه لوبه په هيډينګلې کرکټ لوبغالي کې د روانې اګسټ مياشت په پنځويشتمې نېټه پيل شوې ده.

د لوبې نن دريمه ورځ وه، چې نن ورځې لوبه هم پای ته ورسېده او هند د لومړي اينينګز په پرتله دوهم اينينګز ښه روان کړی او نن ورته پوجارا او روهيت شرما نيمه سليزې جوړې کړې.

انګلينډ نن خپل اول اينينګز پای ته ورسوه، چې ۴۳۲ منډي يې جوړې کړې او تر ټولو ښه لوبه لوبډلمشر جيو روټ ورته وکړه او په روان سيريز کې يې بله سليزه هم ووهله.

هند نن ورځ کې ۲۱۵ منډې جوړې کړې او اتيا اورونه يې ولوبوله، روعيت شرما په نهه پنځوس او کي ايل راحول په اته منډو سوځېدلي لوبغاړي دي.

چتيشور پوجارا په ۹۱ او ويراټ کهولي په ۴۵ منډو ناسوځېدلي سبا ته پاته دي، سبا د لوبې څلورمه ورځ د افغانستان په وخت دوه بجې او دېرش دقيقې پيليږي.

دا هم ولولئ

د هند کرکټ لوبډلې مشر روزونکی روي شاستري هم له نړیوال جام وروسته استعفاء کوي

د هند مشهورې ویبپاڼې کریک ټریکر د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د هند …