کورپاڼه / تجارتي ليګونه / ټرېنیباګو، بارباډوس لوبډلې ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه

ټرېنیباګو، بارباډوس لوبډلې ته په شپږ ویکټو ماتې ورکړه

د کرابین لیګ په څلورمه لوبه کې د ټرېنیباګو نایټرایډرز لوبډلې پخپله دویمه لوبه کې د بارباډوس رویالز لوبډلې ته په شپږ ویکټو او ۱۹ توپونو ماتې ورکړه.

ددې لوبې پچه د بارباډوس لوبډلې وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. چې په ۱۹.۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې وکړې.

د بارباډوس له لورې ګلین پیلیپس ۲۴، شی هوپ ۲۰ او اعظم خان ۳۰ منډې وکړې. د ټرېنیباګو له لورې ایسر اوډانا ښه توپ اچونه وکړه او پنځه ویکټې یې ترلاسه کړې او ترڅنګ یې روي رامپال دوه او عقیل حسین او سنیل ناراین یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د ټرېنیباګو نایټرایډرز لوبډلې د ۱۲۳ض منډو هدف د ۴ لوبغاړو په سوځېدو په ۱۶.۴ اورونو کې پوره کړ، چې له ډلې یې کرن فولارد ۵۸ او دینس رامدن ۲۹ منډې وکړې. د باربادوس له لورې محمد امیر درې او اوشان ټامیس یوه ویکټ ترلاسه کړه.

د یادولو وړ ده چې نن ماښام به ۶:۳۰ د ایس ټي ګیټس پاټوریټس او ګیانا امازون ترمنځ پنځمه او بارباډوس رویالز او جیمکا تالاواس ترمنځ به شپږمه لوبه د شپې په ۱۱ بجو ترسره شي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …