کورپاڼه / تجارتي ليګونه / قيس احمد په ويټاليټي بلاسټ شل اوریزه ليګ کې اقتصادي توپ اچونه وکړه

قيس احمد په ويټاليټي بلاسټ شل اوریزه ليګ کې اقتصادي توپ اچونه وکړه

د انګلينډ هيواد په ويټاليټي بلاسټ شل اوریزه کرکټ سياليو کې د کينټ او برمنګهم بيرز ترمنځ تيره شپه کواټر فاینل لوبه ترسره شوه، چې کينټ لوبډلې وګټله.

کينټ د لوبې لومړی اينينګز شل اورونو توپ وهنه وکړه چې د اووه لوبغاړو په سوځېدو سره يې د سام بيلينګز او درومونډ په نيمه سليزو يې ۱۶۲ منډي جوړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۶۳ منډو هدف وټاکه.

ټاکلی هدف برمنګهم بيرز لوبډلې پوره نه شو کړای او په ۱۴۱ منډو کې يې ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او د ۲۱ منډو په توپير يې لوبه وبايله.

قيس احمد، چې دغه ليګ کې د کينټ لوبډلې لپاره لوبې کوي، په څلور اورونو کې د ديارلس منډو په ورکولو سره یې دوه ويکټې ترلاسه کړې او لوبډلې يې لوبه وګټله او نيمه پايلوبې ته ووتله.

د دې ليګ نيمه پايلوبه د راتلونکې مياشت سپټمبر په اتلسمه نېټه ترسره کيږي، چې د راشد سوسيسکس او قيس احمد کينټ او لوبډله سره مخامخ دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: نورو هېوادونه دې د هند او پاکستان معامله په نظر کې نه نیسي

شاهد افریدي له یوې پاکستاني کرکټ ویبپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي، موږ ټول …