کورپاڼه / هنر او کلتور / سیتا قاسمي: تاسې خپل هېواد د پردیو مزدورو په لاس وپلوره، که وجدان مو لرلی، نو له شرمه به اوبه وای

سیتا قاسمي: تاسې خپل هېواد د پردیو مزدورو په لاس وپلوره، که وجدان مو لرلی، نو له شرمه به اوبه وای

د افغانستان مشهوره سندرغاړې سیتا قاسمي د هېواد د ملي خاینانو په نوم یو پیغام خپور کړی او هغوی ته یې په پیغوریزه لهجه ډېرې سختې خبرې کړي دي.

سیتا قاسمي پخپل یو لنډ ویډیویي پیغام کې، چې پر فیسبوک یې خپور کړی، ویلي دي:((ملي خاینانو تاسې خپل هېواد، چې ستاسو مور ده، د پردیو مزدورانو په لاس وپلوره. که چېرته تاسې په حقیقت کې وجدان لرلی، نو له شرمه به اوبه شوي وای.))

هغه زیاتوي، که چېرته تاسې وجدان لرلی، نو دغه خیانت به مې نه کاوه، خو پر وینا یې چې حقیقت دادی چې تاسې وجدان نه لرئ.

قاسمي زیاتوي:((حیوان چې یو حیوان دی، یو څه رحم خو لري. خو تاسې دومره ظالمان او له خدایه نه وېرېدونکې یئ او دومره بې احساسه یئ، چې د خلکو د ځانونو په قیمت او د هغوی د وینو په قیمت مو خپل ناولي جیبونه ډک کړل.))

هغه وایي چې د معجزې په تمه ده، که خدایه معجزه وکړي او هېواد او ملت مو د ظالمانو له شره پاک او آزادي کړي او زیاتوي:((خو یاد لرئ چې زموږ خلک به زموږ هېواد یو ځل بیا آزاد، آباد او ښاد کړي.))

دا هم ولولئ

حریم شاه، مشهور مولانا طارق جمیل ته د واده پېغام لېږلی

د پاکستان مشهورې ټک ټاکرې حریم شاه د پاکستان مشهور عالم مولانا طارق جمیل ته …