کورپاڼه / د لوبغاړو پېژندنه / لاسيت ملينګا له نن څخه اته دېرش کاله وړاندې زېږېدلی

لاسيت ملينګا له نن څخه اته دېرش کاله وړاندې زېږېدلی

د ځانګړي انداز لرونکی سيپرمادو لاسيت ملينګا سريلانکايي کرکټر له نن څخه اته دېرش کاله وړاندې د اګسټ مياشتې په اته ويشتمه نېټه دې نړۍ راغلی دی.

لاسيت ملينګا د سريلانکا او د کرکټ په نړۍ کې يو خاص نوم او لوبغاړی دی، چې ځان ته په خاصو مهارتونو سره مشهور دی، چې ډېر شمېر توپ وهونکو ته د نوموړي د توپونو په وړاندې لوبه کول سخت وه.

ملينګا له څېرې، ويښتانو او د توپ اچوني په انداز کې ځان ته لوبغاړی وو، چې د يارکر، بلاکر سوينګ او چينج آپ فيس توپونو کې له ځانه خاصه وړتيا لري.

لاسيت ملينګا د خپل کرکټ په تاريخ کې دېرش لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي دي چې ټولټال يې ۱۶۳۹ ويکټې د کرکټ په ټيسټ يوه ورځنيو نړيوالو شل اوريزو، فرسټ کلاس، ليسټ اې او په ليګونو کې ترلاسه کړي دي.

سيپرمادو د سريلانکا لپاره اوله ټيسټ لوبه د اسټراليا، يوه ورځنۍ لوبه د عربي اماراتو شل اوریزه لوبه د انګلينډ په وړاندې ترسره کړې ده او کال ۲۰۲۰ په جولای مياشت کې يې وروستۍ نړيواله لوبه کې لوبېدلی دی.

د ملينګا په شتون کې ۲۰۱۴ کال نړيوال شل اوريز جام سريلانکا ګټلی او څلور ځلې هند غوره ليګ کې د نوموړي په شتون کې ممبۍ د دې ليګ اتلولي ګټلې ده.

دا هم ولولئ

افغان نولس کلنو لوبډلې بنګله دېش ته په ۱۹ منډو ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولسو کلنو لوبډلو ترمنځ د پنځه یوه ورځنیو لوبو په …