کورپاڼه / بېلا بېل / ښاپېرک حیوان دی او که الوتونکی؟ په اړه یې مهم معلومات دلته ولولئ

ښاپېرک حیوان دی او که الوتونکی؟ په اړه یې مهم معلومات دلته ولولئ

ښاپېرک یو الوتونکی او تي لرونکی حیوان دی او د الوتونکو برعکس د الوت ترڅنګ پر ځمکه تګ هم کولی شي، خو پر خپلو پښو د درېدلو او تګ کولو وړتیا یې له لاسه ورکړې او پنجې یې په داسې ډول جوړې شوي چې د الوت پرمهال ورسره مرسته هم کوي.

ښاپېرک هغه یوازینی تي لرونکی حیوان دی چې الوت هم کولی شي او څوارلس سوه ډولونه لري او په دې کې درې ډوله یې داسې دي چې د انسانانو او حیواناتو وینې هم زبېښي، چې د انسانیت لپاره خطرناک وي او عمر یې ۱۰-۳۱ کلونو پورې وي.

چیریال پوهان وایي چې د ښاپېرک په خوله کې یوه داسې ماده ده، چې د چیغې غږ راباسي او د فاصلې معلومولو کې ورسره مرسته کوي او په همدې ځانته لار معلوموي.

پخوا وختونو کې له ښاپېرک په شیطاني کارونو کې هم کار اخیستل کېده، خو اوس دغه لړۍ درېدلې ده او د حشراتو په خوړلو سره د چاپیریال لپاره ګټور ګڼل کېږي.

د ځان لپاره ځاله نه جوړوي، بلکې په پخوانیو ودانیو، سموڅو او ونو کې سرچپه ځان ځوړندوي. بچي زېږوي، حیوان ګڼل کېږي او سره له دې چې ړوند وي بیاهم په ډېر هنر سره ښکار کوي او د آبادۍ ډېرېدو له ښارونو لېرې کړي دي.

دا هم ولولئ

میرمنې د ماشوم د زېږون او روزنې پرمهال له کومو ننګونو سره مخ کېږي؟

د یوې تازه او څېړنېز سروې پر اساس له میرمنو د ماشومانو د زېږون او …