کورپاڼه / جالب / ساینسپوهانو له اوبو، بریښنا او هوا څخه غذا تیاره کړه

ساینسپوهانو له اوبو، بریښنا او هوا څخه غذا تیاره کړه

د فنلېنډ د (سولر فوډز) شرکت له پروټین څخه د غذا جوړولو یوه داسې په زړه پورې طریقه ایجاد کړې، چې په مرسته به یې په راتلونکو کلونو کې د پروټین د کمښت نړیواله ستونزه یو څه حل شي.

ساینسپوهان وایي چې په دې طریقې سره د غذا جوړولو لپاره یوازې هوا، اوبه او بریښنا ته اړتیا وي او د بریښنا د اړتیا پوره کولو لپاره لمریزه انرژي استعمالوي، ترڅو د چاپیریال د ککړتیا مخنیوی وشي.

په دې طریقې سره تیار شوې غذا ته سولین نوم ورکړل شوی، د سولر یا لمریز پروټین مخفف دی، چې دا تخنیک تر ډېره د تخمیر له عملیې سره ورته دی او دا تر ډېره حده پورې د شراب جوړونې په صنعت کې کارېږي.

ساینسپوهان وایي په لومړۍ مرحله کې له اوبو څخه بریښنا تېرېږي او د هایدروجن او کاربن ډای اکساید پوکاڼۍ خارجېږۍ او بیا پکې ژوندۍ مایکروبز اچول کېږي او بېلابېل پروټین جوړوي او د محلول په ډول وي.

په وروستۍ مرحله کې محلول وچېږي او د پوډرو په شکل پروټین پاتې کېږي او په وچ حالت کې د سولین پنځوس سلنه پروټین وي او په خوراک او شکل له مخې د غنمو د اوړو په ډول ښکاري.

دا هم ولولئ

هغه شخص، چې د لاسلیکونو ټاټوګان یې پر ملا جوړ کړي او نړیوال ریکارډ یې پخپل نوم کړ

د امریکا د فلوریډا ایالت اوسیدونکې فنکي مټاس، چې پر ټولنیزو رسنیو ډېر وخت فعال …