کورپاڼه / جالب / د نړۍ ترټولو ډېر عمره هندوستانی شخص د ۱۱۶ کلونو په عمر ومړ

د نړۍ ترټولو ډېر عمره هندوستانی شخص د ۱۱۶ کلونو په عمر ومړ

د نړۍ له اوږد عمر لرونکو کسانو له ډلې څخه یو بل شخص، چې د هند د منيپور ایالت د چوراچندر پور ولسوالۍ اوسیدونکی و او ۱۱۶ کاله عمر یې درلود، کم شو او له دې نړۍ یې سترګې پټې کړې.

ددغه اوږد عمري شخص په اړه ویل کېږي، چې دا د نړۍ ترټولو ډېر عمر شخص و، خو په رسمي توګه یې د ډېر عمرۍ په اړه څه نه دي ویل شوي او نه هم د ګنیز نړیوالو ریکارډونو منلی دی.

دغه شخص جمکوپایو سنګسن نومېده او په ۱۹۰۵ کال د ډیلون کلي په تنلون کې، چې د چوراچندر پور ولسوالۍ کې واقع دی، زېږېدلی و.

د یادولو وړ ده چې دغه وخت د نړۍ ترټولو ډېر عمره انسان ریکارډ، د جاپان له یوې اوسیدونکې سره دی. هغه میرمن، چې کین تناکا نومېږي، ۱۱۸ کاله عمر لري.

باید یاده کړم چې ساینس په پخوانیو وختونو کې د خلکو عمرونه کم ګڼي او وایي چې پخوا وختونه طبي وسایل او اسانتیاوې نه وې، نو ځکه خلکو لږ ژوند کوو. ساینس زیاتوي چې اوسمهال یو انسان تر ۱۵۰ کلونو ژوند کولی شي.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …