کورپاڼه / روغتيا / د خامو پالکو د استعمال ګټې او تاوانونه

د خامو پالکو د استعمال ګټې او تاوانونه

شنه پالک په هر کور کې د ترکارۍ او نورو خوړو سره یوځای پوخ او استعمالېږي، خو که چېرته خام هم وخوړل شي نو بې شمېره روغتیایي ګټې لرلی شي، خو ترڅنګ یې ځینې زیانونه هم لري.

د خوراکي توکو کارپوهان وایي چې پالک د اوسپنې لرونکې سبزي ده، چې د هر عمر کسانو لپاره یو ډول ګټوره وي او په جوړښت کې یې میګنیز، فولیټ، میګنیزیم، اوسپنه، کاپر، ویټامین بي۲، ویټامین بي۶، ویټامین اي، کلسیم، پوتاشیم، ویټامین سي، اوبه، پروټین، فایبر، شکر او کاربوهایډریټډونه

که چېرته پالک د سلاد یا شربت په ډول هم استعمال شي نو بې شمېره روغتیایي ګټې لرلی شي او هغه کسان چې د وینې کمښت لري، روغتیایي کارپوهان ورته د شنو سبزیجاتو د استعمال لارښوونه کوي.

دغه راز د انټي اکسایدو په درلودلو سره د ویښتانو او پوستکي د ښکلا لپاره مهم ګڼل کېږي. د پالک فولیک اسید، چې د ویټامین بي ۹ په نوم هم یادېږي، د امیندوارو میرمنو لپاره ګټور وي او هډوکو ته ګټور وي.

خام پالک په برابره اندازه مالګې لري، که چېرته په ډېره اندازه خام وخوړل شي نو د ځانګړو په مالګو په لرلو سره د ګردو د تیږو خطر ډېروي او ترڅنګ یې د خېټې درد، زړه بدوالی، کانګې او د تبې ستونزې هم پیدا کوي.

دا هم ولولئ

لامده شوی بادام او چارمغز وخورئ، حیرانوونکې ګټې ترلاسه کړئ

د سهار ناشته زموږ پر روغتیا او طبیعت ډېرې اغېزې لري او روغتياپالان ډېری وخت …