کورپاڼه / جالب / هغه میرمن چې د اوږدو ویښتانو په ډالۍ کولو سره یې ریکارډ جوړ کړ

هغه میرمن چې د اوږدو ویښتانو په ډالۍ کولو سره یې ریکارډ جوړ کړ

د امریکا د ورجبنیا ایالت اوسیدونکې پاکستانۍ نژادې میرمنې زهاب کمال خان د ګنیز د ریکارډونو په کتاب کې ځانګړی نړیوال ریکارډ پخپل نوم کړ.

د بهرنیو رسنیو د راپور پر اساس ویل کېږي، چې د ورجینیا د اوږدو ویښته لرونکو دیرش کلنې میرمنې، اوولس کاله وروسته خپل ویښته پرې کړل، چې شپږ فوټه او درې اینچه ول.

زهاب کمال د شپږ فوټه او درې اینچه ویښتانو په ډالۍ کولو سره د ګنیز د ریکارډونو په کتاب کې خپل نوم ثبت کړ. هغه وایي چې په دیارلس کلنۍ کې ورته پلار مشوره وکړه چې ویښته دې نه پرې کوي او د ریکارډ جوړولو هڅه دې وکړي.

زهاب پخپل انستاګرام پوسټ کړی او لیکلي یې دي چې:((زما د پلار یو نظر زما ژوند بدل کړ. زما اتلس کلنی خوب بالاخره رښتیا شو او نن ورځ د ګنیز په ریکارډونو کې زما نوم ثبت شو.))

هغه وایي چې د ویښتانو له ډالۍ کولو وړاندې یې د بادې ادارې سره خبرې وکړې او هغوی یې له خپلې ارادې خبر کړل، ځکه چې له دې وړاندې چا دومره اوږده ویښته نه ول ډالۍ کړي.

دا هم ولولئ

اوس کولی چې د فلم په کتلو هم روپۍ وګټئ

فلمونه په عموم کې د ساتېرۍ لپاره کتل کېږي او په دې کې ځینې فلمونه …