کورپاڼه / هنر او کلتور / سنجی دت او زوی یې په لکړو ګرځېدلو ته مجبور شول

سنجی دت او زوی یې په لکړو ګرځېدلو ته مجبور شول

د هندي سینما یا بالیووډ مخکښ اداکار سنجی دت، چې په سنجو بابا سره هم شهرت لري، د پښې د زخمي کېدو په سبب په لکړو یا امساءګانو د تګ لپاره مجبور شوی دی.

د دوه شپېته کلن سنجی دت میرمنې د خپل زوی او خاوند یوه لنډه غوندې ویډیو پر ټولنیزه رسنۍ انستاګرام پر سټورۍ پورته کړې ده.

په سټورۍ کې لېدل کېږي چې سنجی دت او زوی یې دواړه، چې سنجي دت خپل پونده زخمي کړې ده، په لکړو یا امساءګانو تګ ته مجبور شوی دی.

د سنجي دت میرمن مانیتا دت د ویډیو د خپرولو ترڅنګ لیکلي دي چې:((پلار او زوی دواړه ډېر ژر د رغېدو پر لور ګامونه اخلي.))

د یادولو وړ ده چې څو ورځې وړاندې سنجي دت او د هغه زوی د لوبې پرمهال زخمي شوي ول. دغه راز تېر کال سنجی دت د سږو سرطان ته ماتې هم ورکړې وه.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …