کورپاڼه / هنر او کلتور / سني لیون ولې ډینیل ویبر د واده لپاره وټاکه؟

سني لیون ولې ډینیل ویبر د واده لپاره وټاکه؟

د هندي سینما یا بالیووډ بېباکې اداکارې، چې له ډینیل ویبر سره واده کړی، د لومړي ځل لپاره یې هغه سره د واده کولو لامل څرګند کړ.

سني لیون په یوه تازه مرکه د خپل خاوند په اړه له دې پوښتنې سره مخ شوه، چې ولې یې له ډینیل ویبر سره واده وکړ؟ ددې پوښتنې په ځواب کې سني لیون وایي چې ډینیل یو ښه نڅاګر دی او د نڅا مهارتونه لري.

هغې ویلي چې نه یوازې له ډینیل سره مینه لري، بلکې د هغه د نڅا مهارت یا هنر یې هم خوښېږي او دا یې له ډینیل ویبر سره د واده کولو له ډېرو لاملونو څخه یو مهم لامل ګڼلی دی.

سني لیون زیاتوي چې د ډینیل نڅا یې شاوخوا هر شی هېروي. باید یاده کړم چې د سني لیون او ډینیل ویبر د واده لس کلونه پوره شوي او درې اولادونه ترې لري.

له دې وړاندې سني لیون د خپل واده په لسمه کلیزه د خپل خاوند په نوم له مینې ډک پیغام خپور کړی و او هغه یې خپل حقیقي اتل یا هیرو ګڼلی و.

دا هم ولولئ

نرګس فخرې له اودی چوپړا سره په نږدې اړیکو چوپتیا ماته کړه

امریکایي نژاده د بالیووډ اداکاره نرګس فخري له اداکار او پروډیوسر اودی چوپړا سره پر …