کورپاڼه / خبرونه / ډیو واټمور د نیپال کرکټ ملي لوبډلې له روزنې لاس په سر کېږي

ډیو واټمور د نیپال کرکټ ملي لوبډلې له روزنې لاس په سر کېږي

ډیو واټمور د نیپال کرکټ بورډ ته خبر ورکړی، چې هغه غواړي د کرکټ لوبډلې له روزنې یې نوره استعفاء کوي. باید یاده کړم چې واټمور د نیپال د مشر روزونکې په توګه دنده ترسره کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډیو واتمور به د سپتمبر له ۱۹مې نېټې له دوو لوبو وروسته، چې په عمان کې نیپال له کوربه لوبډلې سره سیالۍ لري، د یادې لوبډلې برخه نه وي او لامل یې دا ښودل شوی چې هغه له ډېرې مودې راهیسې له خپلې کورنۍ څخه لېرې و.

ډیو واټمور، چې له نن څخه ۶۷ کاله وړاندې په سریلانکا کې زېږېدلی، د استرالیا کرکټ لوبډلې لپاره یې په اوو ټیسټ او یوه، یوه ورځنۍ لوبو کې ګډون کړی دی او ترڅنګ تر ډېره د روزونکې په توګه پاتې شوی دی.

واټمور له دې وړاندې د سریلانکا، بنګله دیش، پاکستان او زمبابوې لوبډلو لپاره د روزونکې په توګه دنده ترسره کړې او تېر کال یې د دسمبر په میاشت کې د نیپال لوبډلې د مشر روزونکې په توګه دنده پیل کړه.

دغه راز هغه په ای پي ایل لوبو کې د کلکته نایټ رایډرز لوبډلې روزنه هم کړې ده او ترټولو ستره لاسته راوړنه یې داده چې سریلانکا د هغه د روزنې پرمهال په ۱۹۹۶ کال نړیوال جام وګاټه.

دا هم ولولئ

آی سي سي لوبغاړو او کارمندانو ته اجازه ورکړه چې د نړیوال جام پرمهال کورنۍ له ځان سره ساتلی شي

ټاکل شوې ده چې د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د راتلونکې اکتوبر میاشت په …